تخار کې د بوټ‌ جوړوونکو بازار ښه شوی

په تخار ولایت کې د بوټ‌ د پخوا په پرتله ښه شوی او صادرات یې د نورو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته هم زیات شوي دي.

مجیب‌الرحمن، چې په تالقان ښار کې له نهو کلونو راهیسې د بوټ‌ ګنډلو کارخونه لري، وایي د کورنیو بوټانو پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا له زیاتېدو سره د پلور کچه لوړه شوې، خو اقتصادي ستونزې لا هم د کاروبار د پراخېدو مخه نیسي.

صنعتکاران د ملاتړ غوښتنه کوي او وایي که حکومت او مرستندویه ادارې د وسایلو او کارخونو په برابرولو کې مرسته وکړي، د تولید ظرفیت به یې څو برابره زیات شي.

ځایي مسوولین بیا وایي هڅې روانې دي څو د صنعتکارانو ملاتړ وشي او د تولیداتو د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

دکمه بازگشت به بالا