ترکیه: اسراییل د امنیت پر ځای د نفوذ پراخولو هڅه کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، اسراییل په منځني ختیځ کې له جګړې څخه د امنیت د ټینګښت پر ځای د نورو سیمو د کنټرول لپاره کار اخلي.
فیدان د انتالیا د ډیپلوماسۍ په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، د اسراییلو کړنې یوازې دفاعي بڼه نه لري. د هغه په وینا، دغه هېواد په غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کې پراخ حضور لري او هڅه کوي په لبنان او سوریه کې خپل نفوذ نور هم زیات کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسراییل د امنیت د موضوع تر سیوري لاندې د نړۍ لید بدلولو او خپلو اصلي موخو د پټولو هڅه کوي.
په همدې کنفرانس کې د سوریې ولسمشر هم د خپل هېواد په خاوره د اسراییلو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دمشق د نورو شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره سیاسي حل لارې لټوي.
بل لور ته لبناني چارواکو ویلي، د وروستیو بریدونو له امله زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د جګړو د دوام له امله تاوتریخوالی پراخ شوی او څو هېوادونه یې اغېزمن کړي، چې له کبله یې د لا زیات کړکېچ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

