ترکیه کې د ښوونځي ډزو ۴ کسان وژلي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې په سوېل‌ختیځ کې د یوه منځني ښوونځي دننه د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، برید د یوه زده‌کوونکي له لوري ترسره شوی او نوموړی هم په پېښه کې وژل شوی دی.

په وژل‌شویو کې یو ښوونکی او درې زده‌کوونکي شامل دي، او ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا