تورخم کې څلور کسان له قاچاقي توکو سره نیول شوي

د اسلامي امارت ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول‌اردو ویلي، د تورخم اړوند مهمندرې ولسوالۍ کې یې څلور کسان له بېلابېلو قاچاقي توکو سره نیولي دي.

د یادې قول‌اردو ویاند وحیدالله محمدي ویلي، دغه کسان د عبدالله بن زبیر رض دوهمې سرحدي لوا د کشف او ضد استخباراتو ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو غوښتل بېلابېل سینګاري توکي، درمل او نور وسایل په قاچاقي ډول له پاکستانه افغانستان ته را انتقال کړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

مسوولینو ویلي، په نیول شویو توکو کې ګلډن کریمونه، ډریم سټمک تیل، کپسولونه، د رنګ ډبې او نور بېلابېل توکي شامل دي.

سرچینې ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان او قاچاقي توکي به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني ادارو ته وسپارل شي او امنیتي ځواکونه به د هر ډول ناقانونه کړنو مخنیوي ته دوام ورکړي.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید