جرمني یو افغان د پخوانۍ قضیې په تړاو نیولی

د جرمني فدرالي پولیسو یو ۳۵ کلن افغان وګړی د لوکزامبورګ پر لور په لاره د یوې پخوانۍ قضیې په تړاو نیولی دی.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، یاد کس د شپې مهال د جرمني او لوکزامبورګ ترمنځ پر لویه لاره د هویت د اسنادو د پلټنې پر مهال پېژندل شوی او نیول شوی دی.

راپورونه وایي، نوموړی په یوې پخوانۍ قضیه کې پر یو کس د پېچکش په وسیله د برید تور لري او د هامبورګ محکمې د څېړنو لپاره د هغه د توقیف امر صادر کړی و.

سرچینې همداراز ویلي چې یاد افغان د دولتي مامورینو پر وړاندې د مقاومت په یوه بله قضیه کې هم مطلوب و.

نوموړی تر محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا