جنرال مبین له شاوخوا یو کلن بند وروسته خوشې شوی

د طلوع‌نیوز د راپور له مخې، د اسلامي امارت غړی محمد مبین، چې په «جنرال مبین» مشهور دی، له شاوخوا یو کلن بند وروسته خوشی شوی او اوسمهال په خپل کور کې دی.

د راپور پر بنسټ، نوموړی مخکې د اسلامي امارت د نظامي محکمې له لوري په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی و، خو تر ټاکلې مودې وړاندې ازاد شوی دی.

جنرال مبین هم پر خپلې اېکس‌پاڼې په خپره کړې ویډیويي وینا کې د خپلې خوشې کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.

تر اوسه د هغه د خوشې کېدو د لاملونو او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو د نوموړي خوشې کېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید