جنوبي وزیرستان کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۴ ټپیان کړي

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د اعظم ورسک بازار ته نږدې رامنځته شوې او په کې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینې وایي، موټر له چاودېدونکو توکو ډک و او د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې، چې وروسته چاودنه رامنځته شوه.
ویل کېږي وسلهوالو غوښتل امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو چاودنه له هدف ته رسېدو مخکې وشوه او زیاته مرګژوبله ملکي خلکو ته واوښته.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو حالت نازک ښودل شوی او په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

