جوزجان کې د سمنټو سترې فابریکې چارې پیلېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د جوزجان ولایت «یتیمتاق» سیمه کې د سمنټو سترې فابریکې عملي چارې سبا رسماً پیلېږي.
د وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا فابریکه د شاوخوا ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه جوړېږي او د تولید ورځنی ظرفیت به یې درې زره ټنه وي.
د هغه په وینا، د پروژې په پلي کېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې نږدې پنځه زره تنه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ترې ګټه واخلي.
چارواکي ټینګار کوي، دا پروژه به د هېواد په صنعتي سکتور کې مهم بدلون رامنځته کړي، د کورني تولید کچه به لوړه کړي او د سمنټو وارداتو اړتیا به راکمه کړي، چې ورسره به اقتصادي وده او ځانبسیاینې ته زمینه نوره هم پیاوړې شي.

