حامد كرزي له شاپور ځدراڼ سره ټيليفوني خبرې کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د کرېکټ ملي لوبډلې له پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې او د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې ده.

د معلوماتو له مخې، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې هند کې یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاکټرانو تر څار لاندې دی.

حامد کرزي د نوموړي د ژر تر ژره رغېدو هیله څرګنده کړې او د هغه د کورنۍ ترڅنګ یې د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

شاپور ځدراڼ د افغانستان کرېکټ له مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې لپاره یې په مهمو سیالیو کې د پام وړ رول لوبولی او د مینه‌والو ترمنځ ځانګړی ځای لري.

دکمه بازگشت به بالا