حقاني له ایران سفیر سره په کابل کې لیدلي

د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، خلیفه سراجالدین حقاني د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره په کابل کې لیدنه کړې ده.
د وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي، چې پکې د اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
دواړو لورو همداراز د سیمهییزو مسایلو او د ګډو ګټو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د اړیکو د لا ښه والي پر دوام یې ټینګار کړی دی.

