حمزه چیمایف لومړۍ ماتې وخوړه

د چیچن مشهور ازاد مبارز حمزه چیمایف د یواېفسي په سیالیو کې له خپل امریکايي سیال شان اسټریکلنډ څخه ماتې وخوړه او په دې سره یې د بریاوو نهماتېدونکی ریکارډ پای ته ورسېد.
دغه سیالي نن سهار د امریکا د نیوجرسي ایالت په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې دواړو لوبغاړو له سختې او حساسې مبارزې وروسته سیالي پای ته ورسوله.
حمزه چیمایف تر دې وړاندې په خپلو ټولو مسلکي سیالیو کې بریاوې خپلې کړې وې او ۱۵ پرلهپسې بریاوې یې په خپل نوم ثبت کړې وې، خو دا یې لومړنۍ ماتې ده چې د هغه په ورزشي ریکارډ کې شاملیږي.
بلخوا شان اسټریکلنډ وتوانېد، د دې بریا په ترلاسه کولو سره د یواېفسي په منځني وزن کټګورۍ کې خپل ځای نور هم پیاوړی کړي.
د یادونې وړ ده، چې حمزه چیمایف په وروستیو کلونو کې د ازادو سیالیو له تر ټولو مشهور او چټک ځلېدونکو لوبغاړو څخه ګڼل کېده او ګڼو مینهوالو یې د دې سیالۍ پایلې ته ځانګړې پاملرنه لرله.

