حنفي جوزجان کې له مسوولینو او خلکو سره لیدنې کړې

د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له پوځي او ملکي مسوولینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، د اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانان ریښتینې ازادۍ ته رسېدلي دي.
حنفي زیاته کړې، مسوولین هڅه کوي د خلکو ستونزو ته په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه رسېدنه وکړي او خدمتونه لا پراخ کړي.
نوموړي د روان کال پروژو ته په اشارې ویلي، په هېواد کې بېلابېلې انکشافي پروژې پلان شوې چې په پرلهپسې ډول به پلي شي.

