حنفي ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی، چې په دغه سفر کې د کور او ښار جوړونې وزیر نجیبالله حقاني هم ورسره ملتیا کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مسوولینو ته سپارښتنه شوې څو له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته غوره خدمات او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د معلوماتو له مخې، ښاغلي حنفي په ننګرهار کې د راستنېدونکو دایمي مېشتېدنې بهیر هم له نږدې ارزولی او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستنیږي.

