خالص د ایکولوژیکي سرمشریزې لپاره استانه ته تللی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته تللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سرمشریزه به سبا پیل او درې ورځې به دوام وکړي، چې پکې د سیمې هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو ادارې او د چاپېریال برخې متخصصین ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلون، د طبیعي سرچینو مدیریت، د ککړتیا کمولو او سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا بحثونه وشي، او افغان پلاوی به د هېواد چاپېریالي اړتیاوې او لومړیتوبونه مطرح کړي.

دکمه بازگشت به بالا