خلیلزاد: پاکستان کې سیاسي عدالت د سیمهییزو هڅو لپاره مهم دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد د وروستیو سیمهییزو بدلونونو په اړه ویلي، که څه هم د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو د اسانولو لپاره د پاکستان د حکومت هڅې د ستاینې وړ دي، خو د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره ناعادلانه او اندېښمنوونکی چلند باید له پامه ونه غورځول شي.
خلیلزاد په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه ټینګار کړی چې عدالت او د سیاسي حقونو درناوی په هر هېواد کې د دوامدار ثبات اساسي شرط دی.
نوموړي زیاته کړې، د دې موضوعاتو له پامه غورځول کولی شي د اسلاماباد د ډیپلوماټیکو هڅو پر اعتبار منفي اغېز ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې پاکستان په وروستیو اوونیو کې د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره فعاله ډیپلوماټیکه ونډه اخلي، خو له کورنیو سیاسي مخالفینو، په ځانګړي ډول له عمران خان سره د چلند له امله تر نیوکو لاندې دی.

