خوست کې ۶۸۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د خوست په بېلابېلو سیمو کې ۶۸۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، دا ځمکې مرکز، ځاځي میدان، صبریو او یعقوبیو او اسماعیل‌خېلو–مندوزیو ولسوالیو کې له قانوني ارزونو وروسته د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوې دي.

چارواکي وایي، دا اقدام به عواید لوړ، د ځمکو مدیریت منظم او له غصب سره مبارزه پیاوړې کړي، او ټینګار کوي چې دا لړۍ به دوام ولري.

دکمه بازگشت به بالا