دایکندي کې بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دایکندي کې ۶۳۶ قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه توکي د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو او د اړوندو مسوولینو په حضور کې له منځه یوړل شول.
مسوولینو ټینګار کړی چې د خوراکي توکو او درملو د پلور پر مرکزونو د څار بهیر به دوام ولري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي، څو د خلکو روغتیا خوندي وساتل شي.

