د ازرې ولسوالۍ لرې پرتې سیمې مخابراتي پوښښ ته داخل شوې

د لوګر ولایت د عامه اړیکو مدیریت وایي، د ازرې ولسوالۍ هغه لرې پرتې سیمې چې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د لومړي ځل لپاره د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي.

د مسوولینو په وینا، د دغې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي وکولای شي له مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو په منظم ډول ګټه واخلي او د اړیکو پخوانۍ ستونزې به تر ډېره حل شي.

چارواکي زیاتوي، یادو سیمو کې د مخابراتي شبکو نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی و او اوس د نوې شبکې په فعالېدو سره د اوسېدونکو ترمنځ اړیکې اسانه شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو خدمتونو په فعالېدو سره د امنیتي پوستو او اړوندو ادارو ترمنځ د اړیکو ستونزې هم کمې شوې او د بېړنیو حالاتو پر مهال به د همغږۍ بهیر چټک شي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو پراختیا به د سیمې خلکو ته د زده‌کړو، سوداګرۍ او ورځنیو اړیکو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دکمه بازگشت به بالا