د اسراییل او حزبالله جګړه کې ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو او حزبالله ترمنځ روانه جګړه کې لږ تر لږه ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۶۵۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دا مرګژوبله د لبنان په جګړه کې رامنځته شوې او د اسراییلي پوځ له لوري هم تایید شوې ده، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.
په ورته مهال، حزبالله او ورسره تړلو رسنیو د اسراییلي ټانکونو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړي دي.
سره له دې چې له بیروت څخه د دواړو لوریو ترمنځ د لس ورځني اوربند اعلان شوی، راپورونه ښيي چې جګړه لا هم دوام لري او دواړه خواوې یو پر بل بریدونه کوي.

