د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د بار لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، د افغانستان او قزاقستان چارواکو ترمنځ په ګډه غونډه کې د بار لېږد او بنسټیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بار لېږد کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې او شاوخوا یو میلیون ټنو ته رسېدلې ده. همداراز، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات هم ۳۷ سلنه زیات شوي دي.

چارواکي وايي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ترانزیټي اسانتیاوو ښه کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته نوې وده ورکوي.

دکمه بازگشت به بالا