د امریکا سمندري ځواک وزیر له دندې ګوښه شو

د امریکا د جګړې وزیر پیت هګست د سمندري ځواک وزیر جان فیلن له دندې ګوښه کړی دی.

پنټاګون په لنډه خبرپاڼه کې ویلي، فیلن به سم‌لاسي خپله دنده پرېږدي، خو د پرېکړې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

راپورونه ښيي، دا بدلون د فیلن او د جګړې وزیر ترمنځ د اختلافاتو له امله رامنځته شوی، چې پکې د هغه مرستیال استیو فاینبرګ او د سمندري ځواک د وزارت ملکي مرستیال هانګ کائو هم شامل وو.

د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به هانګ کائو د سرپرست وزیر په توګه دنده پر مخ وړي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري او د لوړپوړو چارواکو بدلونونه یې د پام وړ بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا