د انرژۍ د بیو لوړېدو پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی

په پاکستان کې د انرژۍ د بیو لوړېدو اقتصادي فشارونه زیات کړي او د خلکو ورځنی ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.
د راپورونو له مخې، حکومت هڅه کوي د انرژۍ وارداتي لګښتونه تنظیم کړي، خو د نړیوالو بازارونو لوړې بیې دا کار ستونزمن کړی دی.
پاکستان د برېښنا یوه برخه له مایع طبیعي ګاز څخه تولیدوي، خو د ګازو د بیو زیاتوالي د برېښنا لګښتونه لوړ کړي او پرلهپسې پرې کېدو سوداګري او ورځنی ژوند ټکنی کړی دی.
اوسېدونکي وایي د خوراکي او سون توکو بیې هم لوړې شوې او ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
بلخوا حکومت د انرژۍ د سپما لپاره ځینې محدودیتونه اعلان کړي وو، خو د اختر د رانږدې کېدو له امله یې یو شمېر اسانتیاوې کړې دي.
کارپوهان وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي، د اوړي په موسم کې به د انرژۍ بحران نور هم ژور شي.

