د اوبو مدیریت لپاره د مهمو ادارو ګډه غونډه شوې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د ریاستالوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د یو شمېر مهمو وزارتونو او ادارو ترمنځ د اوبو د مدیریت په اړه ګډه غونډه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې د مالیې، کلیو بیارغونې او پراختیا، کرنې او اوبو لګولو وزارتونو استازو او د انرژۍ او اوبو وزارت او چارو ادارې مرستیالانو ګډون درلود، چې پکې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او له اوبیزو سرچینو د اغېزناکې استفادې پر مهمو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې د چکډېمونو او اوبو بندونو د جوړولو د پروژو پر دوام ټینګار وشو او د ځمکې لاندې اوبو د ساتنې لپاره د اوبو د منظم او معقول استعمال اړتیا مهمه وبلل شوه.
همداراز، د کرنیزو کانالونو جوړول، د څاڅکي اوبو لګولو سیستم پراختیا او له موجودو اوبیزو سرچینو د سمې ګټې اخیستنې لپاره یو لړ پرېکړې هم وشوې، څو د اوبو د مدیریت بهیر اغېزناک او دوامدار شي.

