د بریتانیا د سیمهییزو ټاکنو پایلې به د کډوالۍ پر تګلارو څه اغېز وکړي؟

د بریتانیا د محلي شوراګانو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې د «یو.کې. ریفورم» ښي اړخي ګوند د پام وړ څوکۍ ګټلې او په سیاسي ډګر کې یې نفوذ زیات شوی دی.
د راپورونو له مخې، واکمن کارګر ګوند او محافظهکار ګوند په بېلابېلو شوراګانو کې سلګونه څوکۍ له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې زرغون او لیبرال ډیموکرات ګوندونو هم ښه ملاتړ ترلاسه کړی دی.
کارګر ګوند منلې، چې په ویلز کې یې درنه ماتې خوړلې؛ هغه سیمه چې له نږدې درې لسیزو راهیسې یې پکې قوي سیاسي حضور درلود.
دا ټاکنې د انګلنډ، سکاټلنډ او ویلز په ګڼو سیمو کې ترسره شوې، چې پکې د سلګونو محلي شوراګانو لپاره استازي ټاکل کېږي.

