د تکواندو افغان لوبغاړی علي‌رضا جامي له روسي سیال سره لوبه کوي

د افغانستان د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی علي‌رضا جامي نن د اوزبېکستان نړۍوالو سیالیو کې له خپل روسي سیال سره مخ کېږي.

د تکواندو ملي فدراسیون ویلي، جامي به په منفي ۶۸ کیلوګرام وزن کې سیالي وکړي.

د سرچینې په وینا، که نوموړی بریالی شي، په بل پړاو کې به د مالدیف له لوبغاړي او وروسته به له ایراني سیال سره سیالي ولري.

د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب روانې دي، چې پکې له افغانستانه څلور لوبغاړي ګډون لري او د بېلابېلو هېوادونو سلګونه ورزشکاران پکې برخه اخلي.

دکمه بازگشت به بالا