د دولتي ځمکو د نمرو قانون رسمي جریده کې خپور شو

عدلیې وزارت وایي، د دولتي ځمکو د نمرو پلور، وېش او د ودانیزو اجازو قانون د اسلامي امارت د رهبر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دغه قانون له مخې، هغه دولتي ځمکې چې د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري تثبیت شوې دي، پر هغو کسانو نه پلورل کېږي چې د محکمو له خوا غاصبان پېژندل شوي وي.
په قانون کې د استوګنیزو او سوداګریزو نمرو د وېش، د بیو ټاکلو، قبالو، د ځمکو د استرداد او د اړوندو پلاوو د چارو په اړه هم واضح احکام شامل دي.

