د روسیې دفاع وزیر شمالي کوریا ته رسېدلی

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف خپل رسمي سفر کې شمالي کوریا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون او د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو له لوړپوړو قوماندانانو سره لیدنې ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، په دغو لیدنو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو او امنیتي موضوعاتو پر پراختیا خبرې وشي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د سیمې او نړۍ په کچه د پوځي او سیاسي اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه روانه ده.

دکمه بازگشت به بالا