د روغتیا نړۍوال سازمان: ملاریا لا هم افغانان اغېزمنوي

د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د دې ناروغۍ د مخنیوي، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوندونه ژغورل کېدای شي.

یاد سازمان په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، ملاریا لا هم افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړې توګه ماشومان، اغېزمنوي.

سرچینه وایي، د ملاریا پر وړاندې مبارزه بېړني او ګډ اقدام ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د یاد سازمان په وینا، د دې ناروغۍ د له منځه وړو لپاره همغږي هڅې او دوامدار کار اړین دی.

دکمه بازگشت به بالا