د سرحدونو وزیر: افغانستان تر پرمختللو هېوادونو ډېر امن دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بلخ ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، افغانستان کې د امنیت او خپلواکۍ کچه آن له ډېرو پرمختللو هېوادونو لوړه ده او دا وضعیت د هېواد د ثبات څرګندونه کوي.
نوموړي د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له خاورې دفاع یوازې د حکومت نه، بلکې د ټولو هېوادوالو ګډ ملي مسوولیت دی.
نوري زیاته کړې، له واخان تر نیمروز او له بولدک او تورخم تر حیرتان او شیرخان پورې د هېواد هره وجب خاوره ارزښت لري او هېڅوک باید اجازه ورنه کړي چې دې خاورې ته زیان واوړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د ملي یووالي او ګډو هڅو له لارې د هېواد امنیت او خپلواکي لا پیاوړې کېدای شي او د هر افغان دنده ده چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

