د سپینې ماڼۍ مېلمستیا د ډزو له امله ګډوډه شوه

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې کلنۍ مېلمستیا پر مهال د ډزو غږونو له امله غونډه لنډ مهال ګډوډه شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې هم حضور درلود.
د پېښې له پیل سره سم، امنیتي ځواکونه تالار ته ننوتل او ګډونوال یې خوندي ځایونو ته ولېږدول.
د معلوماتو له مخې، په پېښه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی، خو تر اوسه د ډزو د علت په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.

