د عمران خان کورنۍ محکمې ته عریضه کړې

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور عظمی خان د اسلاماباد سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړې او غوښتنه یې کړې چې عمران خان د مناسبې طبي درملنې لپاره شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
په عریضه کې ویل شوي چې عمران خان د سترګې له جدي ناروغۍ او د وینې د لختې کېدو له ستونزې سره مخ دی، چې د زړه او دماغو لپاره هم د خطر سبب کېدای شي.
کورنۍ یې ادعا کوي چې په زندان کې ورته لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه دي برابرې شوې او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.
عریضه کې دا هم راغلي چې د هغه شخصي ډاکټرانو او کورنۍ ته د لیدنې اجازه نه ورکول کېږي، چې دا د اساسي او بشري حقونو خلاف اقدام بلل شوی دی.
همدارنګه د سترې محکمې هغه پرېکړه هم ننګول شوې چې یوازې د طبي بورډ د جوړېدو امر یې کړی و.
کورنۍ په خپل دریځ کې د نورو سیاسي مشرانو لکه نواز شریف او اصف علي زرداري یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته د بند پر مهال پراخې روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوې وې.
له بلې خوا د زندان چارواکي وایي، عمران خان ته منظمې روغتیایي اسانتیاوې ورکول کېږي او د هغه روغتیايي وضعیت د پخوا په پرتله ښه دی.

