د فاریاب پخوانی والي د مخابراتو وزیر وټاکل شو

ذبیحالله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، په یوه خبرپاڼه کې د یو شمېر وزارتونو او ولایتي ادارو په کچه د نوو ټاکنو خبر ورکړی دی.
په دې بدلونونو کې د یو شمېر ولایتونو د والیانو، امنیه قوماندانانو او ولایتي مرستیالانو نوې ګمارنې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې، عبدالاحد فضلي، چې مخکې د فاریاب والي و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکل شوی او پر ځای یې محمد حنیف حمزه د فاریاب والي په توګه ګمارل شوی دی.
همداراز عبدالرحمن حقاني له بغلان څخه خوست ته لېږدول شوی او عبدالله مختار د بغلان نوی والي ټاکل شوی دی. محمد ولي جان بیا د بادغیس والي ټاکل شوی دی.
په امنیتي برخه کې هم بدلونونه شوي؛ عبدالقیوم هلال بغلان ته او عبدالحق میدانوردګ ته د امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي. همداراز محمد عمر مخلص د نیمروز او فریدالله قیام د لوګر امنیه قوماندانان شوي دي.
په ولایتي مرستیالانو کې انعامالله صلاحالدین په لوګر، محمد انور په پکتیا او مولوي محمد نبي حماس په بغلان کې ګمارل شوي دي.
همداراز محمد همایون جهادیار د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پیاده لوا قوماندان او ملا آغا ولي حنفي د زندانونو د عمومي ریاست د نظارت مسوول ټاکل

