د مبلغینو قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مبلغینو لپاره جوړ شوی قانون د اسلامي امارت د رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده له لوري توشیح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د مبلغینو قانون له دوو فصلونو او ۱۷ مادو جوړ دی او د پلي کېدو مسوولیت یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته سپارل شوی دی.

په دغه قانون کې د دعوت کوونکي (مبلغ) شرایط، د دعوت طریقې، د دعوت وسایل او د دعوت کوونکي اداب او مکلفیتونه مشخص شوي او اړوند حکمونه پکې تشریح شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا