د هرات له لارې له اوزبیکستان سره د ګډو پروژو پر پیل ټینګار وشو

د هرات د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ازبکستان د اندیجان والي شهرت رحمانوف د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ، چې شاوخوا ۶۰ سوداګر پکې شامل وو، هرات ته په سفر کې د هرات له والي نوراحمد اسلامجار سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې شوې دي.
دواړو لورو د لویو لارو او اوسپنې پټلۍ د پراختیا، په هرات کې د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون جوړولو او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې د پرانیستې په اړه هم بحث کړی دی.
په ناسته کې د ګډو پانګونو د زیاتوالي، د صادراتو او وارداتو د پراختیا او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار شوی دی.
ټاکل شوې چې د هرات د سوداګرو یو پلاوی ژر اندیجان ته سفر وکړي، او هممهاله په هرات کې د ازبکستان د تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی او د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو تمه هم څرګنده شوې ده.

