د هنګري نوی لومړی وزیر د نتانیاهو د نیولو ژمنه کړې

د هنګري نوي لومړي وزیر پیتر ماګیار اعلان کړی، هېواد به یې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري د تعقیب لاندې کسانو د نیولو مکلفیت عملي کړي.

نوموړي په بوداپست کې له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې هنګري به د یادې محکمې غړیتوب وساتي او د پخواني حکومت له خوا د وتلو بهیر به ودروي.

دا پرېکړه وروسته له هغې مطرح کېږي چې نړیوالې جزايي محکمې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکم صادر کړی دی.

ټاکل شوې نتانیاهو د روان کال په اکتوبر کې بوداپست ته سفر وکړي، هغه سفر چې د نوې پرېکړې له امله له پوښتنو سره مخ شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا