د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۷۴ زره ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي چې تېره (حمل) میاشت د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳ زره ۹۸۱ مټریک ټنه واردات او صادرات ترسره شوي دي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې له دې مجموعې څخه د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷ زره ۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲ زره ۹۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱ زره ۱۹۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱ زره ۸۴۸ ټنه انتقالات شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دغو انتقالاتو کې یوه برخه صادرات هم شامل دي، چې په حمل میاشت کې ۹ زره ۲۷۵ ټنه صادرات ترسره شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هر څومره د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه زیاتېږي، ملي عواید لوړېږي او اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبسیاینې ته زمینه برابریږي.
وزارت ویلي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

