د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره ټنه توکي لېږدول شوي

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، تېره اونۍ د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږدول او رالېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات بندرونو له لارې ترسره شوي چې پکې نفتي او غیرنفتي توکي شامل دي، او ترڅنګ یې ۲۶۴ ټنه د انارو جوس هم صادر شوی دی.

حق‌شناس زیاتوي، د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د کارموندنې فرصتونه پراخوي، ملي عواید لوړوي او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره مهم بنسټ برابروي.

دکمه بازگشت به بالا