د ټرمپ او شي لیدنه؛ د یوه هېواد بریا باید بل ته فرصت وي، نه ګواښ

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې پر باثباته او سالمو دوه‌اړخیزو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د چین او امریکا مثبتې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د نړۍ لپاره هم مهمې او ګټورې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، شي جین‌پینګ په دې کتنه کې څرګنده کړې چې د یوه هېواد پرمختګ باید د بل هېواد لپاره فرصت وګڼل شي، نه ګواښ.

د نوموړي په وینا، بیجینګ او واشنګټن باید د سیالۍ او تقابل پر ځای د همکارۍ، تفاهم او متقابل درناوي لاره خپله کړي او د سترو قدرتونو ترمنځ د سالمو اړیکو نوی چوکاټ رامنځته کړي.

شي جین‌پینګ ټینګار کړی چې د چین او امریکا اړیکې د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي ثبات، نړیوالو ننګونو او د بشریت پر راتلونکي مستقیم اغېز لري، له همدې امله دواړه هېوادونه باید د ګډو مسوولیتونو له مخې عمل وکړي.

هغه همداراز زیاته کړې، د نړیوال ثبات ساتنه او د ګډو ستونزو حل هغه موضوعات دي چې د چین او امریکا نږدې همکارۍ ته اړتیا لري.

دکمه بازگشت به بالا