د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته تللی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د حکومتي چارواکو سره د لیدنو لپاره څو ساعته وړاندې تهران ته سفر کړی دی.
د ایرنا خبري اژانس د اسلاماباد د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، دغه سفر نااعلان شوی دی او تمه ده چې نقوي په تهران کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني سره وګوري.
سرچینې زیاتوي، په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو، سرحدي مدیریت او دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشي.
دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او ګډو سرحدي ننګونو په اړه د هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

