د پاکستان کراچۍ کې د نشهيي توکو د یوې شبکې مشره نیول شوې

د کراچۍ ښار پولیسو ویلي چې د ښار د یوې منظمې نشهیي توکو شبکې مشره یوه ښځه نیول شوې ده، چې د چارواکو په وینا «انمول» نومېږي او په «پنکي» مشهوره ده.
پولیسو ویلي، یاده ښځه د ګارډن سیمې په یوه اپارتمان کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شوه.
د پلټنو له مخې، هغې د کوکاین د پروسس او وېش یوه منظمه شبکه چلوله او فعالیتونه یې له کراچۍ سربېره لاهور، اسلاماباد او نورو ښارونو ته هم غځېدلي وو.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، تورنې په لومړنیو څرګندونو کې منلې چې د پیرودونکو په منځ کې یې د شتمنو سیمو زدهکوونکي او ځینې لوړپوړي اشخاص هم شامل وو.
پولیس وايي، پنکي محکمې ته وړاندې شوې او محکمې د لا نورو څېړنو لپاره د هغې د توقیف امر کړی دی.
همداراز د پولیسو له لوري د اداري کمزورۍ د رامنځته کېدو له امله د اړوند افسرانو پر ضد انضباطي اقدامات هم شوي دي.

