د ځمکې ورځ؛ د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار

د ځمکې ورځ، چې لومړی ځل په ۱۹۷۰ کال کې ونومول شوه، هر کال د چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د ارزښت د یادونې لپاره نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې ورځې په مناسبت ویلي، ځمکه یوه نازکه او زیانمنېدونکې کره ده چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي ټینګار کړی، د ځمکې د خوندي ساتنې لپاره باید د نوې کېدونکې انرژۍ کارونه چټک شي، د طبیعت ساتنه او رغونه پیاوړې شي او د اقلیم بدلون له اغېزو سره مخ خلکو ته جدي پاملرنه وشي.

