د چین سفیر له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر اهمیت او په سیمه‌ییزو مسایلو کې د چین پر رول ټینګار شوی دی.

ښاغلي حقاني ویلي، افغانستان د عمومي ثبات په لټه کې دی او هڅه کوي د کورنیو ستونزو حل او د خلکو د ژوند د وضعیت ښه‌والی ته لومړیتوب ورکړي.

دکمه بازگشت به بالا