د چین په کارخونه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي

د چین په هونان ولایت کې د اورلوبو توکو د تولید په یوه کارخونه کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پېښه پرون مازیګر رامنځته شوې او وروسته په سیمه کې پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د ژغورنې عملیاتو لپاره شاوخوا ۵۰۰ اوروژونکي، روغتیايي کارکوونکي او امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي ترڅو اور مهار او ټپیانو ته رسېدنه وکړي.

تر اوسه د چاودنې دقیق لامل نه دی روښانه شوی، خو د چین ولسمشر د پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی او د صنعتي خوندیتوب د لا پیاوړتیا سپارښتنه یې کړې ده.

چین کې په صنعتي فابریکو کې ورته پېښې تر دې وړاندې هم رامنځته شوې چې درنه مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

دکمه بازگشت به بالا