د کابل د دوو ناحیو د پراختیايي پروژو طرحې وڅېړل شوې

د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کابل ښار د یوولسمې او لومړۍ ناحیو لپاره د مهمو پراختیايي پروژو طرحې څېړل شوې دي.
یاد معاونیت وایي، په دې غونډه کې د یوولسمې ناحیې لپاره تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه، په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه، او همداراز د معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې.
له هر اړخیز بحث وروسته، یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع شوې او سپارښتنه ورته شوې چې د کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره دې د دغو پروژو مالي او تخنیکي تحلیلونه ترسره کړي او خپل تفصیلي راپورونه په ټاکلو نېټو بېرته کمېټې ته وسپاري.

