د کرنې وزارت پلاوی روسیې ته ولاړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته روان شوی دی.
یاد وزارت وايي، افغان پلاوی به د اپرېل له ۱۲مې تر ۱۷مې نېټې پورې د کرنې په برخه کې له مهمو علمي او تخنیکي مرکزونو لیدنه وکړي.
د سفر موخه د نباتي او حیواني قرنطین په برخو کې د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کنټرول سیسټمونو ښه کول او له پرمختللو کرنیزو سیستمونو سره بلدتیا ښودل شوې ده.

