د کوسټاریکا نوې ولسمشرې رسماً لوړه وکړه

لائورا فرناندز د کوسټاریکا د نوې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د مخدره موادو د قاچاق او منظم جرمونو پر ضد به جدي مبارزه کوي.

۳۹ کلنې ښي‌اړې سیاستوالې د سان‌خوسې په ملي لوبغالي کې د لوړې مراسمو پر مهال وویل، حکومت به یې د جنايي ډلو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي او د هېواد امنیت به لا پیاوړی کړي.

نوموړې د کوسټاریکا پخوانی ولسمشر رودریګو چاوز د خپل حکومت د ستر وزیر په توګه هم ټاکلی، چې ورسره په نوي حکومت کې د هغه د نفوذ د دوام اټکلونه زیات شوي دي.

فرناندز ژمنه کړې، چې قضايي نظام به اصلاح کړي، د جرمونو سزاوې به سختې کړي او د خطرناکو مجرمانو لپاره به ځانګړی امنیتي زندان جوړ کړي.

کوسټاریکا، چې پخوا د مرکزي امریکا له امن هېوادونو شمېرل کېده، په وروستیو کلونو کې د مخدره موادو د قاچاق او تاوتریخوالي له زیاتېدو سره مخ شوې ده.

دکمه بازگشت به بالا