د کینیا محکمې پرېکړه: ظاهر قدیر امریکا ته سپارل کېږي

د کینیا عالي محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر به امریکا ته وسپارل شي.

قاضي الکزاندر مټېټیو په خپل حکم کې ویلي، د ابتدايي محکمې پرېکړه قانوني ده او تاییدېږي. د پرېکړې اعلان پر مهال قدیر هم محکمې کې حاضر و.

د مدافع وکیلانو له لوري ادعا شوې وه چې د کینیا او امریکا ترمنځ د بندیانو د سپارلو رسمي هوکړه نشته او تورونه سیاسي بڼه لري، خو محکمې ویلي چې د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې دا ډول سپارنه ممکنه ده.

محکمې وکیلانو ته یوه میاشت مهلت ورکړی، څو سترې محکمې ته خپل اعتراض وړاندې کړي.

دکمه بازگشت به بالا