راتلونکې سېشنبه عرفه او چارشنبه لوی اختر دی

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې په هېواد کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې، له همدې امله یکشنبه (د غويي ۲۷مه) د ذوالقعدې ۳۰مه نېټه ده او دوشنبه به د ذوالحجې لومړۍ ورځ وي.
د محکمې د اعلامیې له مخې، د غبرګولي شپږمه (راتلونکې چارشنبه) د ذوالحجې له لسمې نېټې سره برابره ده چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ګڼل کېږي.
همداراز ویل شوي چې راتلونکې سېشنبه به د عرفې ورځ وي، چې د حج له مهمو مناسکو څخه شمېرل کېږي.

