رجب طیب اردوغان پر اسراییل د برید ګواښ کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان پر وړاندې د اسراییل د پرلهپسې بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې انقره کولای شي د اړتیا په صورت کې پوځي اقدام وکړي.
اردوغان ویلي، هېڅ دلیل نشته چې ترکیه دې د اسراییل پر وړاندې اقدام ونه کړي او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې تر دې وړاندې هم په لیبیا او قرهباغ کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
بل لور ته، د راپورونو له مخې د ترکیې څارنوالانو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون ۳۵ اسراییلي چارواکي د نسلوژنې، بشریت ضد جرمونو، شکنجې او ناقانونه بند په تور تورن کړي او د هغوی د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

