روان کال؛ سند کې ۳۲۹ ماشومان پر اېچ‌آي‌وي اخته شوي

د پاکستان په سند ایالت کې د اېچ‌آي‌وي ویروس د ماشومانو ترمنځ د پراختیا په حال کې دی. د سند د روغتیایي چارواکو په وینا، روان کال ۳۲۹ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په اخته ماشومانو کې ۱۸۸ هلکان او ۱۴۱ نجونې شاملې دي. روغتیایي کارپوهان وایي، په سند ایالت کې په اوسط ډول هره ورځ له درې تر څلورو ماشومان په دغه ویروس اخته کېږي.

د سند د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ټولټال ۸۹۴ د اېچ‌آي‌وي پېښې ثبت شوې دي.

دکمه بازگشت به بالا